DiplomacyKabulافغانستانپښتو

سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول — Pajhwok

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-16 08:47:01🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره اونۍ د پاکستان له زندانونو ۱۴۱۶ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت نن (پنج‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان د بېلابېلو دلیلونو له امله د مختلفو مودو لپاره په زندانونو کې ساتل کېدل. سرچینې زیاته کړې، له يادې ډلې ۱۰۸۳ کسان د تورخم او ۳۳۳ نور د کندهار د سپین‌بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یادو کسانو له ثبت وروسته مرستې ترلاسه کړې او بیا خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-16 08:47:01

مهالوېش

  1. Pajhwok

    سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-16 13:15:05

سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button