Summary: د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت، د پاکستان له بندخونو څخه د شاوخوا ۱۵۰۰ افغان مهاجرینو د ازادېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ده؛ راغلي دي: "روانه اوونۍ د پاکستان له بندخونو څخه ۱۴۱۶ افغان کډوال چې تر مختلفو مودو پورې بندیان وو؛ ازاد او هېواد ته راستانه شول."د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په ازاد شویو کې کورنۍ او انفرادي کسان شامل دي چې د بېلابېلو لاملونو له امله نیول شوي وو او له دې جملې څخه ۱۰۸۳ تنه د تورخم او ۳۳۳ تنه نور یې د سپین بولدک له لارې راستانه شوي دي.هېره دې نه وي چې له یادو کسانو سره بشري مرستې شوې او خپلو مېنو ته استول شوي دي.
لنډ معلومات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-16 07:34:56
مهالوېش
-
Bakhtar
سلګونه افغان مهاجرین د پاکستان له بندخونو څخه ازاد شول