افغانستانامنیتپښتوسمنګان

سمنګان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ‌ ژوبله… — Bakhtar

روان خبرSecurityسمنګان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-11 19:07:55🎙 راډیو واورئ

Summary: د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو ترمنځ د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه پېښه نن غرمه د حضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې، چې له امله یې درې تنه، چې دوه نارینه او یوه ښځه پکې شامل دي، مړه شوي او اووه تنه نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا، ټپیان د درملنې لپاره د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د سمنګان امنیه قوماندانۍ د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې په دې اړه نورې څېړنې روانې دي. همدارنګه، امنیې قوماندانۍ له ټولو موټر چلوونکو غوښتي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د موټر چلولو پر مهال ترافیکي قوانین او احتیاطي تدابیر مراعات کړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

لنډ معلومات

ځایسمنګان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-11 19:07:55

مهالوېش

  1. Bakhtar

    سمنګان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ‌ ژوبله واوښته

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-11 15:54:28

سمنګان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ‌ ژوبله واوښته

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button