DevelopmentEnglishافغانستانسمنګان

سمنګان کې د ۲۵ پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوې — Bakhtar

DevelopingDevelopmentسمنګان1 SourcesUpdated: 2026-10-22 07:27:12🎙 Listen to radio

Summary: د سمنګانو ولایت په مرکز ایبک ښار او ۶ ولسوالیو کې د څه باندې ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیر یما فرامرز باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پروژې د دغه ولایت مرکز ایبک په ګډون په شپږو ولسوالیو کې د همکارو موسسو په مالي ملاتړ د ۶۶ میلیونه ۷۶۷ زره افغانیو په لګښت پلي شوې دي.نوموړي زیاته کړې چې په دغه پروژو کې د اوبو رسولو د ۱۲ شبکو رغول او جوړولو ترڅنګ د استنادي دېوالونو، کانالونو د اوبو د ښه مدیریت په موخه د ۶ زره ۵۵۷ وړو کندو کېندل او د نورو بېلابېلو پروژو چارې شاملې دي.د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې په مرکز ایبک خرم‌ سارباغ، دره‌ صوف بالا، دره‌ صوف پایین، حضرت سلطان، فیروزنخچیر او رویی ‌دواب ولسوالیو کې پلي شوې، چې پر مټ یې زرګونه کورنیو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

Quick facts

Locationسمنګان
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-22 07:27:12

Timeline

  1. Bakhtar

    سمنګان کې د ۲۵ پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-22 05:07:36

سمنګان کې د ۲۵ پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button