باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ناپېژاندو موټرسایکلسپرو وسلهوالو د پنجشنبې ورځې تر غرمې وروسته د هرات ښار د ابوالولید په سیمه کې د سیمهییز نفوذ لرونکی شخصیت ارباب وکیل احمد په ډزو وژلی دی. شنونکي وايي، د هېواد په کابو ټولو کانونو کې د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نهکېږي او ان حفاظتي وسایل هم نهلري او له همدې امله ډېری وخت په کاني پېښو کې کارګر قرباني کېږي. په پنجشېر کې د کانونو یو شمېر کارګر هم له معیاري حفاظتي توکو پرته په کار بوخت او له پنجشېر سربېره د کانونو په ډېریو کاني پېښو کې اکثره کارګر د حفاظتي وسایلو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د پنجشېر په کانونو کې بوخت کارګر هم وايي، په دې کار کې دومره نهګټي چې ځانونو لپاره حفاظتي توکي وپېري او په وینا یې: «شرکتونه هم یوازې یوه حفاظتي خولۍ راکوي او نور مجبور یو کار وکړو». له دې سره سم، د پنجشېر لپاره طالب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د کانونو د را اېستنې بهیر له پراخېدو سره سم، په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دمګړۍ شاوخوا زر پنجشېري ځوانان…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
سرچینې: په هرات کې ارباب وکیل احمد ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژلی دی
سرچینې
Afghan sources
سرچینې: په هرات کې ارباب وکیل احمد ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژلی دی