Kabulافغانستانامنیتپښتو

سوېلي افریقا کې ترافیکي پېښه؛ ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-15 05:32:58🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سوېلي افریقا په لوېدیځ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړې او څلور نور ټپیان شوي دي. الجزیرې نن په یوه راپور کې ویلي، د پولیسو ویاند وارنټ کریسټوفر سپیس خبریالانو ته وویل چې یاده پېښه پرون د سوېلي افریقا د لوېدیځ کیپ ولايت پر لویه لار د دوو میني‌بس او سوزوکي موټرو ترمنځ شوې ده. هغه ویلي چې په دې پېښه کې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور روغتون ته له انتقالېدو وروسته مړه شوي دي. سپیس زیاته کړې چې په دې پېښه کې څلور کسان سخت ټپیان شوي هم دي. په راپور کې د سوېلي افریقا د ترانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې لیکل شوي چې په دغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۱ زره او ۵۰۰ کسانو په ترافیکي پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-15 05:32:58

مهالوېش

  1. Pajhwok

    سوېلي افریقا کې ترافیکي پېښه؛ ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-15 10:01:16

سوېلي افریقا کې ترافیکي پېښه؛ ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button