Economyافغانستانپښتوننګرهار

شنونکي: تر هغې چې امریکا په فارس خلیج کې موجوده وي، د ټیکاو راتلل ناشوني دي

روان خبرEconomyننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-29 07:51:04🎙 راډیو واورئ

د ننګرهار پوهنتون استاد او چارو شنونکی، ډاکتر عبداللطیف وایي، امریکا چې کومو هېوادونو ته د بشري حقونو، بیان آزادۍ، دموکراسۍ د خوندیتوب او یا هم په نورو نومونو لاسونه غځولي، هلته امریکایانو د دغو شعارونو پر خلاف سوله او ټیکاو له منځه وړي او دوامداره بې‌ثباتي یې رامنځته کړې ده. د شنونکو پر باور، امریکا چې هرې سیمې ته په هر نامه لاس غځولی، هلته سوله او ټیکاو له منځه تللی دی. ډاکتر عبداللطیف وایي، په دې اړه عراق، لبنان، فلسطین، سوریه، افغانستان او لیبیا ښه بېلګې یادولای شي. د ننګرهار پوهنتون دغه استاد وایي، امریکا چې په تېر یو کال کې د فارس خلیج ته لاسونه غځولي، هلته یې هم د کلونو ثبات له منځه وړی او داسې ښکاري چې د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ لامل شي. ډاکتر عبداللطیف وایي، تر هغې چې امریکا په یاده سیمه کې موجوده وي، د فارس خلیج هغه هېوادونه چې پخوا یې په سوله او ورورګلوۍ فضا کې ژوند کاوه او تودې اقتصادي، سیاسي، ټولنیزې او کلتوري اړیکې یې درلودې، د امریکا د لاسوهنو له امله یو بل ته لاس په ماشه دي. د ننګرهار پوهنتون استاد وایي، په فارس خلیج کې د امریکا شتون ان د افغانستان پر وضعیت هم منفي اغېز کړی او د امریکا له لوري د لارو بندېدو او د ایران پر اسلامي جمهوریت د اقتصادي کلابندۍ له امله په…

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-29 07:51:04

مهالوېش

  1. Parstoday

    شنونکي: تر هغې چې امریکا په فارس خلیج کې موجوده وي، د ټیکاو راتلل ناشوني دي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-29 07:45:42

شنونکي: تر هغې چې امریکا په فارس خلیج کې موجوده وي، د ټیکاو راتلل ناشوني دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button