راشدخان شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې د ګډون لپاره هېواد ته راغلی — Pajhwok
کابل (پژواک، ۱۲چنګاښ ۱۴۰۵): د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالو په لړ کې د مس عینک اتلانو لوبډلې د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته د اته وېکټو په توپیر ماته ورکړه. د یوولسم پړاو ايانډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن له غرمې مخکې د مس عینک او بند امیر ښارمارانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه. په دغه لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۴ منډې وکړې. یاده لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې له لوري عزیزالله میاخېل ۳۰ او فرمان الله ساپي ۲۰ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو لوبډلې له لوري په توپاچونه کې ضیاءالرحمن شریفي او مجیب الرحمن ۳-۳، نصرت الله نورستاني او خلیل ګربز ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. مس عینک اتلانو لوبډلې ورکړل شوې هدف په لسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د اته وېکټو په توپیر یې د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د مس عینک لوبډلې له لوري په توپوهنه کې خالد تڼیوال ۵۳ او لوبډلمشر رحمن الله ګربز ۵۲ منډې وکړې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ مس عینک اتلانو بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه
سرچینې
Afghan sources
شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ مس عینک اتلانو بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه