طالبانو د سېشنبې په ورځ په هېواد کې د برښنا د تولید او لېږد د پراختیا لپاره د یوه پنځه کلن پروګرام د تصویبېدو خبر ورکړ. د طالبانو د رئیسالوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر دفتر ویلي چې دا پروګرام مخکې د طالبانو د اقتصادي کمېسیون لخوا تصویب شوی و او اوس د دوی مشر، هبتالله اخوندزاده هم تایید کړی دی. د دغې اعلامیې پر بنسټ، په دغه پنځه کلن پروګرام کې له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید ۲۵ پروژې شاملې دي. په دغه پلان کې د برښنا د لېږد د کرښو د پراختیا لپاره د ۱۳ نیمګړو پروژو بشپړول او د ۲۳ نویو پروژو پیلول هم شامل دي. دغه راز د ۲۱ نیمګړو سبسټېشنونو بشپړول، د ۲۱ نویو سبسټېشنونو جوړول او د برښنا د وېش د ۳۴ پروژو پلي کول د دغه پروګرام بله برخه ده. د طالبانو په اعلامیه کې د دغه پروګرام د ټول لګښت، د مالي سرچینو، د برښنا د تولید د تمه کېدونکې وړتیا یا د هرې پروژې د پلي کېدو د دقیق مهالوېش په اړه هېڅ جزیات ندي ورکړل شوي. طالبانو ویلي چې د دغه پروګرام موخه د انرژۍ سکتور پراخول، د اقتصادي ودې پیاوړي کول او د وارداتي برښنا په اړه د افغانستان د وابستګۍ کمول دي. افغانستان لا هم په لویه کچه له…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
طالبانو د برښنا سکتور د پراختیا پنځه کلن پروګرام تصویب کړ | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
طالبانو د برښنا سکتور د پراختیا پنځه کلن پروګرام تصویب کړ | آمو ټلویزیون