د افغانستان لپاره د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له نوې ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره په لیدنه کې، د بشري مرستو د سیاسي مسایلو څخه د بېلولو او د بنسټیزو پروژو لپاره د ملاتړ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار کړی دی. متقي په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما د نوې مشرې په توګه د رباب فاطمې له ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړې او د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا، د بېځایه شویو او بېرته راستنېدونکو افغانانو د وضعیت د سمبالښت او د نړیوالو مرستو د اغېزمن وېش په اړه یې خبرې کړې دي. متقي په دې غونډه کې د نړیوالې ټولنې له سیاسي دریځونو څخه د اقتصادي او بشري فعالیتونو د بېلولو پر اړتیا په ټینګار سره، د لنډمهالو مرستو د دوام پر ځای د پرمختیايي پروژو، اوبو او بنسټیزو پروژو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. هغه همدارنګه د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د دوره یي راپورونو په اشارې، د کره معلوماتو پر کارولو، د سیمې د واقعي وضعیت پر متوازن انعکاس او په کابل کې له اړوندو ادارو سره پر نږدې همغږۍ ټینګار کړی دی. د دې لیدنې په دوام کې دواړو لورو د دوحې د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
طالبانو د ملګرو ملتونو څخه د بشري مرستو د سیاسي مسایلو څخه د بېلولو غوښتنه وکړه
سرچینې
External sources
طالبانو د ملګرو ملتونو څخه د بشري مرستو د سیاسي مسایلو څخه د بېلولو غوښتنه وکړه