د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې، د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بارانونو، تالندې او برېښنا، شدیدو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د پېښېدو خبرداری ورکړی دی. سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په برید کې شپږ ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو د مرګ ژوبلې دغه شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی. طالبانو ویلي چې برید پر یوه شاړه ځمکه شوی او د تلفاتو یا زیان راپور یې نه دی ورکړی. د برید هدف هغه سیمه بلل کېږي چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده له ځانګړو ځواکونو سره تړاو لري او د هغه له استوګنځي سره پنځه کیلومټره واټن لري. سرچینې وايي، په دې ځای کې د دغو ځواکونو د اوسېدو، پوځي روزنې او مدرسې اړوند مرکزونه شته او هغه کسان پکې روزل کېږي چې د هبتالله د ساتنې دنده لري. د ملا صاحب سرای د کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ ترمنځ پروت دی. د سیمې د امنیتي وضعیت له امله عامو خلکو او عادي طالب جنګیالیو ته د دې مرکز پر لور تګ محدود بلل کېږي او د سیمې شاوخوا امنیتي تدابیر سخت دي. ملا صاحب سرای د افغانستان د وروستیو څو لسیزو د جګړو د تاریخ له مهمو ځایونو ګڼل کېږي. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو کلونو کې دغه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبانو د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړ
منابع
Afghan sources
طالبانو د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړ