EconomyEnglishافغانستانکندهار

جاپان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې دوه کلن پروګرام ته ۹.۴ میلیونه… — Amu TV

DevelopingEconomyکندهار1 SourcesUpdated: 2026-09-03 13:27:15🎙 Listen to radio

جاپان په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د دوه کلن پروګرام د پلي کولو لپاره شاوخوا ۹.۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. د نشه‌يي توکو او جرایمو په وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په وینا، دغه پروګرام به د هغو کورنیو په ګډون چې پخوا یې کوکنار کرل او د نشه‌يي توکو د کارولو له امله اغېزمن شوي کسان، له لسګونو زرو خلکو ملاتړ وکړي. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، دا پروګرام به د ۲۰۲۶ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۸ کال تر سپټمبر پورې په بدخشان، بادغیس، هلمند، کندهار او تخار ولایتونو کې پلی شي. دا پروژه چې «د زیانمنو کسانو لپاره له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د ظرفیتونو لوړول» نومېږي، یو میلیارد او ۴۸۸ میلیونه جاپانۍ ین، چې شاوخوا ۹.۴ میلیونه ډالره کېږي، بودیجه لري چې د جاپان له خوا او د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې (جایکا) له لارې تمویلېږي. د نشه‌يي توکو او جرایمو په وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وایي، ټاکل شوې ده چې شاوخوا اته زره کورنۍ چې پخوا د کوکنارو په کرکېله بوختې وې، د بدیل معیشت له مرستو برخمنې شي. د دغو کورنیو د غړو شمېر شاوخوا ۵۶ زره کسان اټکل شوی دی. دغه راز تمه کېږي چې ۴۵ زره کسان چې د نشه‌يي توکو د کارولو له خطر سره مخ دي…

Quick facts

Locationکندهار
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-03 13:27:15

Timeline

  1. Amu TV

    جاپان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې دوه کلن پروګرام ته ۹.۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړل | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-03 11:34:27

جاپان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې دوه کلن پروګرام ته ۹.۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړل | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button