EnglishKabulافغانستانامنیت

پولنډ کې درې افغان خویندې نادرکه شوې دي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-07 07:47:05🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): نړۍوالو رسنیو د پولنډ د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه وارسا کې درې افغان خويندې ورکې شوې او د موندلو لپاره يې هڅې روانې دي. بي‌بي‌سي د پولنډ د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغو درېیو خویندو د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې د ماښام شاوخوا شپږ بجې خپل د اوسېدو ځای پرېیښی او له هغه وخت راهیسې یې له خپلې کورنۍ سره هيڅ اړیکه نه ده نیولې. د راپور له مخې، پولیسو د دغو درېیو نجونو نومونه سنا (۱۸ کلنه)، لیمه (۱۶ کلنه) او مروه (۱۴ کلنه) ښودلي او د هغوی انځورونه یې هم خپاره کړي دي. سرچینې زیاته کړې چې پولیسو له خلکو غوښتي، که د دغو درېیو خویندو د ځای په اړه هر ډول معلومات ولري، ژر تر ژره دې د وارسا پولیس خبر کړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-07 07:47:05

Timeline

  1. Pajhwok

    پولنډ کې درې افغان خویندې نادرکه شوې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-07 12:16:26

پولنډ کې درې افغان خویندې نادرکه شوې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button