کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): نړۍوالو رسنیو د پولنډ د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه وارسا کې درې افغان خويندې ورکې شوې او د موندلو لپاره يې هڅې روانې دي. بيبيسي د پولنډ د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغو درېیو خویندو د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې د ماښام شاوخوا شپږ بجې خپل د اوسېدو ځای پرېیښی او له هغه وخت راهیسې یې له خپلې کورنۍ سره هيڅ اړیکه نه ده نیولې. د راپور له مخې، پولیسو د دغو درېیو نجونو نومونه سنا (۱۸ کلنه)، لیمه (۱۶ کلنه) او مروه (۱۴ کلنه) ښودلي او د هغوی انځورونه یې هم خپاره کړي دي. سرچینې زیاته کړې چې پولیسو له خلکو غوښتي، که د دغو درېیو خویندو د ځای په اړه هر ډول معلومات ولري، ژر تر ژره دې د وارسا پولیس خبر کړي.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-07 07:47:05
مهالوېش
-
Pajhwok
پولنډ کې درې افغان خویندې نادرکه شوې دي