Englishافغانستانامنیت

طالبانو د کندوز په سرایونو او مارکېټونو کې د جماعت لمونځ جبري کړی — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-11-05 12:36:02🎙 Listen to radio

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندوز ښار په سرایونو او مارکېټونو کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو د جماعت لمونځ جبري کړی او د دغه امر د پلي کېدو څارنه یې پيل کړې ده. په کندوز کې د طالبانو ولایتي ادارې هم دغه خبر تایید کړی دی. ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دې امله کاروباریان له ستونزو او فشارونو سره مخ شوي دي. د خلکو په وینا، د طالبانو محتسبان یې له دغې څارنې سره د ورځني ژوند او بوختیاوو د خنډ کېدو ترڅنګ د ځورونې سبب شوي هم دي. په کندوز کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر هم منلې، چې د دوی د امربالمعروف ځایي محتسبان له سرایونو او مارکېټونو څخه د خلکو د جماعت لمونځ د ادا کولو لړۍ له نږدې څاري. دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تړاو طالب والي مولوي نصرالله مطیع ته د امر بالمعروف او نهې عن المنکر« قانون» د تنفیذ کمېټې په ناسته کې د شوې څارنې راپور هم وړاندې شوی دی. طالب والي په دغه ناسته کې ټینګار کړی، چې طالب محتسبان او چارواکي دې په بشپړ ډول د دغه قانون د پلي کېدو لپاره په ګډه کار وکړي. د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوند زاده د امربالمعروف په تړاو جوړ کړي«قانون» کې خپلو محتسبانو ته واک ورکړی، چې د ده…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-05 12:36:02

Timeline

  1. AF International

    طالبانو د کندوز په سرایونو او مارکېټونو کې د جماعت لمونځ جبري کړی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-05 10:21:31

طالبانو د کندوز په سرایونو او مارکېټونو کې د جماعت لمونځ جبري کړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button