طالبانو وايي، د کابل د اوومې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې یې د موټرو د غلا په تړاو یوه ۹ کسیزه ډله نیولې ده. د دوی په وینا، له دغو کسانو ۲ غلا شوي موټر، ۲ تفنګچې او یوه اندازه نشهيي توکي هم ترلاسه شوي دي. د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې طالب امر محمد نذیر صابر د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) په یوه ویډیويي کلپ کې ویلي، دغو کسانو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې موټر لومړی دربست نیوه او بیا به یې د لارې په اوږدو کې د وسلو په زور موټروان له موټره ښکته او بیا به یې موټر تښتاوه. محمد نذیر صابر وايي: «دوی به موټر دربست کاوه او په لاره کې به یې پر موټروان تفنګچه او یا هم چاق اېستله او بیا به یې په زور موټر ترې اخیست». د نوموړي په وینا، له دغو کسانو سملاسي ۲ غلا شوي موټر، ۲ تفنګچې او یوه اندازه نشهيي توکي هم ترلاسه شوي دي. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په کابل کې له غلاوو سربېره د جنايي پېښو ګراف هم ډېر لوړ شوی او کابل مېشتي له دې وضعیت څخه تر پوزې راغلي دي. د هغه په وینا، د افغان کورنیو د پیسو لېږد، تخنیکي او انجینري خدمتونو او ناثبت شویو سوداګریزو معاملو په پام کې نیولو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبان: په کابل کې مو د موټرو د غلا په تړاو یوه ۹ کسیزه ډله نیولې ده
Sources
Afghan sources
طالبان: په کابل کې مو د موټرو د غلا په تړاو یوه ۹ کسیزه ډله نیولې ده