افغانستانامنیتپښتو

طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون په اړه د شهباز… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-10 12:40:04🎙 راډیو واورئ

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون ادعاوې رد او بې بنسټه وبللې. مجاهد په یو غږیز پیغام کې ویلي چې طالبان هېڅ بهرنۍ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي. د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا څیړنز مرکز په خپل تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۶مه خپور شوی، ویلي چې طالبان د شریعت پر بنسټ د سختو قوانینو په پلي کولو سره پر افغانستان خپل مطلق واک ټینګ کړی دی. راپور ټینګار کوي چې ترهګرو ډلو، د القاعده په ګډون، افغانستان د جذب، روزنې او له هېواده بهر د ترهګرو د لېږلو پر مرکز بدل کړی دی. د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا څیړنیز مرکز همداراز ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز او د ښځو لپاره د سفر پر مهال د نارینه محرم د ملتیا او په عامه ځایونو کې د مخ پټولو شرط لا هم پر ځای دی. د راپور له مخې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خلک لا هم د ترهګریزو بریدونو له جدي ګواښ سره مخ دي. راپور وایي، چین هڅه کړې چې په اورومچي کې د منځګړیتوب له لارې دغه کړکېچ پای ته ورسوي، خو تر اوسه خبرې کومې رسمي هوکړې ته نه دي رسېدلې….

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-10 12:40:04

مهالوېش

  1. AF International

    طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون په اړه د شهباز شریف څرګندونې رد کړې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-10 11:03:41

طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون په اړه د شهباز شریف څرګندونې رد کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button