افغانستانامنیتدریننګرهار

طالبانو په بدخشان او ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکو د نیولو… — AF International

در حال تکمیلSecurityننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-16 13:10:59🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې یې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي او زرګونه نشه‌یي ګولۍ نیولې دي. طالبانو د یادو نشه‌يی توکو په تړاو د ۱۳ کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځواکونو ته په خپلو رسمي خبرپاڼو کې د «ُشرطې» اصطلاح کارولې ده چې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ادارو په رسمي ادبیاتو کې یې ساری نه لیدل کیږي. دا بدلون د طالبانو له هغې تګلارې سره تړل کېږي چې غواړي د ادارو او ځواکونو نومونه د خپل مذهبي ادبیاتو او عربي ژبې له مخې تنظیم کړي. د «شرطي» اصطلاح په عربي ادبیاتو کې د امنیت ساتونکي یا د نظم د ساتنې د مسووول لپاره کارول شوې ده. طالبان له بیا واکمنېدو وروسته هڅه کوي چې د پخواني جمهوري نظام او تېرو ادارو ځینې رسمي اصطلاحات بدل کړي او پر ځای یې خپلې اصطلاحګانې دود کړي. دې ډلې له دې وړاندې د قول اردوګانو او ځینو ادارو نومونه هم بدل کړي دي. ځینې شنونکي باور لري چې د ادارو د نومونو او اصطلاحاتو پرله‌پسې او له اړتیا پرته بدلول له مذهبي لیدلوري د افغانستان د دولتي او اداري هویت د بیا تعریفولو هڅه ده، چې دا د هېواد له تاریخي اداري هویت سره فاصله نوره هم زیاتوي. د طالبانو د کورنیو چارو…

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-16 13:10:59

خط زمانی

  1. AF International

    طالبانو په بدخشان او ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکو د نیولو خبر ور کړی

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-16 10:35:22

طالبانو په بدخشان او ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکو د نیولو خبر ور کړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button