د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څلور وسله وال غله له طالب ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي. واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، د دې ډلې وسله وال مخالفان لا هم نه دي توانېدلي چې د ځواک توازن بدل کړي. طالبان په ټول افغانستان کې دولتي ادارې او د هېواد اصلي اقتصادي سرچینې په خپل واک کې لري. مخالفان نه کومه سیمه تر خپلې ولکې لاندې لري او نه هم له اغېزمن بهرني ملاتړ څخه برخمن دي چې وکولای شي، لکه د جګړو په کلونو کې د طالبانو په اړه د پاکستان ملاتړ، یوې چریکي ډلې ته د پراختیا او دوام زمینه برابره کړي. موږ د طالبانو د واکمنۍ د راتلونکي په اړه د ازادۍ جبهې له مشر یاسین ضیا، څو څېړونکو او پخوانیو افغان چارواکو سره خبرې کړې دي. د څېړونکو نظر دا دی چې طالبان له جدي ستونزو سره مخ دي، خو دا ستونزې لا هم په دې معنا نه دي چې د طالبانو سقوط نږدې دی. یاسین ضیا افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو راتلونکی باید یوازې د جګړې د ډګرونو له وضعیت څخه ونه ارزول شي. د هغه په اند، د دې ډلې تر ټولو مهمه کمزوري سیاسي ده: «زموږ د هیلې تر ټولو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبانو په کابل کې د څلورو وسلهوالو غلو د وژلو خبر ورکړی
Sources
Afghan sources
طالبانو په کابل کې د څلورو وسلهوالو غلو د وژلو خبر ورکړی