Englishافغانستانامنیتکندهار

طالبانو په کندهار کې د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې پخوانی رییس… — AF International

DevelopingSecurityکندهار1 SourcesUpdated: 2026-09-29 08:56:05🎙 Listen to radio

سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې طالبانو په کندهار کې د نشه‌يي‌ توکو په وړاندې د مبارزې پخوانی رییس ګل محمد شکران او د هغه زوی نیولي او بندیان کړي دي. سیمه‌ییز طالب مسوولین د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وایي، چې دوی یې له خلکو سره د جنجال له کبله نیولي دي. د دغه قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، په عملیاتو کې ۵۸ میله وسلې او پوځي تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلي او په سیمه کې لا هم تصفیوي عملیات روان دي. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، دوه ورځې وړاندې د سهار شاوخوا شپږ بجې شاوخوا ۴۰۰ د داعش او «شر او فساد» وسله‌وال د پاکستان له لوري د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د ګوردېش درې ته داخل شول چې د طالبانو ځواکونو یې مخه ونیوله. طالبان خپلو سیاسي او وسله‌والو مخالفانو جبهو ته د «شر او فساد» کلیمه کاروي. محمدي ادعا کړې چې دغه کسان د «پاکستان د ملیشو له خوا» سیمې ته داخل کړل شوي وو او د طالبانو ځواکونو له لوري محاصره شول. نوموړي ویلي: «له ۳۰ زیات وسله‌وال ووژل شول، ۵۸ کسان پکې ونیول شول او لس تنه پکې ټپیان دي.» د هغه په وینا، په نښته کې د طالبانو ځواکونو ۵۸ میله وسلې او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي. محمدي زیاته کړې…

Quick facts

Locationکندهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-29 08:56:05

Timeline

  1. AF International

    طالبانو په کندهار کې د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې پخوانی رییس نیولی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-29 06:33:14

طالبانو په کندهار کې د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې پخوانی رییس نیولی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button