Kabulافغانستانامنیتدری

طالبان: په ۲۰۲۶ کال کې مو د نشه‌يي توکو پر ضد څه باندې… — AF International

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-27 23:37:17🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب په کابل کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې په یوې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال، شیخ عبدالرحمن منیر ویلي چې په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې یې د نشه‌يي توکو پر ضد ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیات ترسره کړي دي. د نوموړي په وینا، د دغو عملیاتو په پایله کې د کوکنارو او چرسو ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره کروندې له منځه وړل شوې او ۱۰ زره او ۶۵ مشکوک کسان نیول شوي دي. منیر زیاته کړه، چې د نشه‌يي توکو د پروسس ۳۰۱ لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو دوه فابریکې او د الکولي مشروباتو ۱۵ فابریکې هم کشف او تړل شوې دي. هغه د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي لپاره د بدیلو معیشتونو برابرول او د قانوني کرنیزو محصولاتو ملاتړ مهم وباله. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت او استعمال موضوع لا هم یوه جدي ننګونه ده. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی او ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ځمکه پرې کرل شوې وه؛ خو د دغه دفتر د ۲۰۲۶ کال د ارزونې له مخې، په هېواد کې د مصنوعي نشه‌يي توکو، په ځانګړي ډول…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-27 23:37:17

خط زمانی

  1. AF International

    طالبان: په ۲۰۲۶ کال کې مو د نشه‌يي توکو پر ضد څه باندې ۲۵ زره عملیات ترسره کړي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-27 20:47:53

طالبان: په ۲۰۲۶ کال کې مو د نشه‌يي توکو پر ضد څه باندې ۲۵ زره عملیات ترسره کړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button