د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب په کابل کې د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې په یوې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال، شیخ عبدالرحمن منیر ویلي چې په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې یې د نشهيي توکو پر ضد ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیات ترسره کړي دي. د نوموړي په وینا، د دغو عملیاتو په پایله کې د کوکنارو او چرسو ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره کروندې له منځه وړل شوې او ۱۰ زره او ۶۵ مشکوک کسان نیول شوي دي. منیر زیاته کړه، چې د نشهيي توکو د پروسس ۳۰۱ لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو دوه فابریکې او د الکولي مشروباتو ۱۵ فابریکې هم کشف او تړل شوې دي. هغه د نشهيي توکو د کښت د مخنیوي لپاره د بدیلو معیشتونو برابرول او د قانوني کرنیزو محصولاتو ملاتړ مهم وباله. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نشهيي توکو د کښت او استعمال موضوع لا هم یوه جدي ننګونه ده. د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی او ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ځمکه پرې کرل شوې وه؛ خو د دغه دفتر د ۲۰۲۶ کال د ارزونې له مخې، په هېواد کې د مصنوعي نشهيي توکو، په ځانګړي ډول…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبان: په ۲۰۲۶ کال کې مو د نشهيي توکو پر ضد څه باندې ۲۵ زره عملیات ترسره کړي
Sources
Afghan sources
طالبان: په ۲۰۲۶ کال کې مو د نشهيي توکو پر ضد څه باندې ۲۵ زره عملیات ترسره کړي