Summary: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان له عالي کمېشنر برهام صالح سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغان کډوالو پر وضعیت، له راستنېدونکو کډوالو سره پر بشري او پراختیايي مرستو او له عامو افغانانو سره د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې شوې دي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له ملګرو ملتو سازمان او نړیوالو بنسټونو څخه مننه کړې چې له افغان کډوالو سره یې بشري مرستې کړې دي. ملا عبدالغني برادر اخوند ټينګار کړی، چې ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه دې خپلې مرستې پراختیايي برخو ته ځانګړې کړي، څو راستنېدونکو کډوالو او په کور دننه بې ځایه شویو افغانانو ته د سرپناه، ښوونځیو، برېښنا، پاکو اوبو، کارموندنې او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.دغه راز برهام صالح، په پراختیايي برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د ترسره شویو هڅو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی چې دوی به پوره هڅه وکړي چې د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې لا زیاتې مرستې راجلب او افغانانو ته د ژوند اسانتیاوې رامنځته کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو له عالي کمېشنر سره وکتل
Sources
Afghan sources
ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو له عالي کمېشنر سره وکتل