افغانستانامنیتبدخشاندری

ملګري ملتونه: د طالبانو سياستونه ثبات ته ګواښ دي — Dw

در حال تکمیلSecurityبدخشان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-17 12:53:18🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړ او د دغه هيواد له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال د وضعیت په اړه یو مفصل راپور وړاندې کړ. ګانيون یادونه وکړه چي تېره میاشت د واک د ترلاسه کولو د پنځمي کلیزي په مناسبت د طالبانو ادارې «پر ټول هيواد د کنټرول، ټينګ امنیت، د زیربناوو پراختیا او د اقتصادي ثبات له پاره هڅي» د خپلو بریاوو د ثبوت په توګه په ګوته کړې. هغې وویل چي دا پرمختګونه په داسي حال کي رامنځته کیږي چي د افغانانو او نړیوالي ټولني د ژورو اندیښنو په اړه «هیڅ پرمختګ» نه دی سوی. هغې دا اندېښني دا ډول بیان کړې: «پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه، انحصاري حاکميت، د بشري حقونو بحران، او د هغو ترهګرو ډلو دوامداره شتون چي د افغانستان، سیمي او نړۍ سولي او ثبات ته ګواښ دي.» هغې د افغانستان د وضعیت په اړه خپله ارزونه کي وویل چي د طالبانو اداره له کوم جدي سیاسي یا وسله‌وال ګواښ سره مخ نه ده، «خو د هيواد ثبات ته مهم ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي، چي تر ډېره حده پخپله د واکمنو چارواکو له سیاستونو سرچینه اخلي.» هغې د بېلګې په توګه په ​​بدخشان کي وروستیو پېښو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه چي هلته…

اطلاعات کوتاه

مکانبدخشان
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-17 12:53:18

خط زمانی

  1. Dw

    ملګري ملتونه: د طالبانو سياستونه ثبات ته ګواښ دي

منابع

External sources

DwPS
2026-09-17 12:51:20

ملګري ملتونه: د طالبانو سياستونه ثبات ته ګواښ دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button