په دوحه کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دې لیدنه کې د راستنو شویو افغانانو پر وضعیت او هغوی ته د مرستو رسولو پر لارو چارو بحث شوی دی. خبرپاڼه وایي، په دې کتنه کې دواړو لورو له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره د سرپناه د چمتو کولو، روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې کړې دي. د طالبانو استازي په دغو برخو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه. د خبرپاڼې له مخې، له دې سربېره، په دغې کتنه کې د هغو شکایتونو او ستونزو په اړه هم بحث وشو چې له مخې یې له راستنېدونکو افغان کډوالو څخه په کوربه هېوادونو کې په غیرقانوني او جبري توګه د هغوی شتمنۍ او املاک اخیستل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا شتمنۍ او ملکیتونه باید بېرته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي. خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي ډاکټر براهام صالح له قوله لیکل شوي، چې د افغان کډوالو له ټولو ستونزو او ننګونو څخه په بشپړه توګه خبر دی. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د یادو ستونزو د حل او کډوالو ته د اسانتیاوو د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ظاهر قدیر د وسلو او نشهيي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو
سرچینې
Afghan sources
ظاهر قدیر د وسلو او نشهيي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو