کابل (پژواک) – د افغانستان د عدلیې وزارت وایي چې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ، په مرکز او ولایتونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو (دارالتأدیب) مسوولیت د زندانونو چارو د تنظیم له ادارې دغه وزارت ته لېږدول شوی او د دغو مرکزونو د رسمي لېږد بهیر پیل شوی دی. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د یادو مرکزونو د لېږد لپاره ټاکل شوي پلاوي د یکشنبې په ورځ (د جماديالاول ۱۳مه) د عدلیې وزارت د مسلکي مرستیال شیخالحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړې ده. د سرچینې په خبره، په دې ناسته کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې استازو، د عدلیې وزارت د اړوندو څانګو مسؤولینو او د مالیې وزارت او چارو ادارې استازو ګډون کړی و. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د اسلامي امارت د مشر د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جماديالاولی د اوومې نېټې د ۱۴مې ګڼې حکم د پلي کېدو څرنګوالي په اړه بحث او خبرې شوې دي؛ دغه حکم په مرکز او ولایتونو کې عدلیې وزارت ته د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو د لېږد په اړه دی. د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو د رییس مفتي رحمتالله حلیم په مشرۍ او د زندانونو چارو د تنظیم…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
عدلیې وزارت ته د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو د مسوولیت د لېږد بهیر پیل شو
سرچینې
Afghan sources
عدلیې وزارت ته د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو د مسوولیت د لېږد بهیر پیل شو