Healthافغانستاندریغزني

غزني کې د ماشومانو د سوءتغذیې پېښې۶ سلنه ډېرې شوې دي | آمو… — Amu TV

در حال تکمیلHealthغزني1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-05 22:02:06🎙 رادیو را بشنوید

د غزني ولایت د روغتیایي چارواکو او ولسي وګړو په وینا، د ناوړه اقتصادي وضعیت، د خوراکي توکو د کمښت او بې‌وزلۍ له امله د ماشومانو ترمنځ د سوءتغذیې پېښې زياتې شوې دي. په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکوي چې د افغانستان ۴۷ سلنه نفوس له خوراکي ناامنۍ ځورېږي او نږدې څلور میلیونه ماشومان له سختې سوءتغذیې سره مخ دي. دا مهال د غزني په ملکی او حوزه‌يي روغتونونو کې سلګونه ماشومان بستري دي. په روان لمریز کال کې د دغه ولایت روغتونونو ته ۶۰ زره په سوءتغذیه اخته ماشومان ور وړل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی ښیي. داکتره زرغونه وایي:«ډېر داسې ماشومان مې په خپلو سترګو لیدلي چې د سوءتغذیې له امله یې ساه ورکړې. لرې پرتې سیمې دي، لارې خرابې دي او خلک د بازار اصلي کلینیک ته لاسرسی نه لري» د غزني اوسېدونکي وایي، د بې‌وزلۍ د زیاتېدو له امله کورنۍ نه شي کولای ماشومانو ته مناسب خواړه چمتو کړي او روغتونونه هم اړین درمل نه لري. د غزني اوسېدونکی ظفر خان وایي:«دلته درمل نشته، دارو پر خپلو پیسو اخلو، له سره درمل نه راکوي.» د دغه ولایت بل اوسېدونکی جمال‌الدین زیاتوي:«کېدی شي دلته درمل راکړل شي، خورا ښه به وي. ټول درمل له بهر پېرو، موږ بې‌وزله خلک یو او دومره وس نه لرو.» همداراز بل…

اطلاعات کوتاه

مکانغزني
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-05 22:02:06

خط زمانی

  1. Amu TV

    غزني کې د ماشومانو د سوءتغذیې پېښې۶ سلنه ډېرې شوې دي | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-05 12:40:54

غزني کې د ماشومانو د سوءتغذیې پېښې۶ سلنه ډېرې شوې دي | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button