Developmentافغانستاندریغور

غور کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې… — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-22 12:03:06🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ په واجان کلي کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۵۰ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې. د غور د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح‌الله غوثي ‌زاده باختر اژانس ته وویل، چې دغه پروژه د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له انکشافي بودجې څخه د ۳ میلیونه ۷۰۱ زره ۱۷۲ افغانیو په لګښت پلې کېږي او موخه یې د مرغاب سیند د غاړو تحکیم، د خلکو د کرنیزو ځمکو ساتنه او د موسمي سېلابونو له امله د احتمالي زیانونو مخنیوی دی.نوموړي زیاته کړه، چې یاد استنادي دېوال به ۲۵۰ متره اوږدوالی او دوه متره او ۲۰ سانتي‌ متره لوړوالی ولري او د زیانمنې سیمې د نقشې له مخې به په اساسي او معیاري ډول جوړ شي.د نوموړي په وینا، د دېوال په بشپړېدو سره به د سیند غاړو د تحکیم ترڅنګ د شاوخوا ۴۵۰ کورنیو کرنیزې ځمکې د موسمي سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکو او مسوولینو د دغه پروژې د پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دېوال په جوړېدو سره به د سیند اوبو د لوړېدو او موسمي سېلابونو له امله د کورونو او کرنیزو ځمکو د زیانمنېدو ستونزې راکمې شي.

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-22 12:03:06

خط زمانی

  1. Bakhtar

    غور کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-22 09:49:40

غور کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button