Englishافغانستانامنیتفراه

فراه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنو ته مرګ ‌ژوبله… — Bakhtar

DevelopingSecurityفراه1 SourcesUpdated: 2026-07-25 20:35:50🎙 Listen to radio

Summary: د فراه ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د فراه‌ رود ولسوالۍ اړوند د وریه راشک په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر مسوول ملا کلیم‌الله ننګیال باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې یو «هایلکس» ډوله موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.ننګیال زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.د مسوولینو په خبره، د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه په ډاګه شوی نه دی.

Quick facts

Locationفراه
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-25 20:35:50

Timeline

  1. Bakhtar

    فراه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-25 11:27:30

فراه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button