Summary: د فراه ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اړوند د وریه راشک په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر مسوول ملا کلیمالله ننګیال باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې یو «هایلکس» ډوله موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.ننګیال زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.د مسوولینو په خبره، د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه په ډاګه شوی نه دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
فراه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
سرچینې
Afghan sources
فراه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې