Summary: فراه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په فراه رود ولسوالۍ کې له یو شمېر قومي مخورو او ځايي مسوولينو سره لیدنه کړې او د ۳۳۴ تنو نظامي شهیدانو د ژوند لیکونو مالومات یې راټول کړي دي. د یاد ریاست د جهادي ارزښتونو د ساتنې امر مولوي سردار محمد حصيف باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه بهیر موخه د شهیدانو د ژوند ليکونو ساتل، ثبتول او مستند جوړونه ده.د نوموړي په وینا، د نورو شهیدانو د مالوماتو د بشپړولو او د هغوی د ژوند ليکونو د منظم ثبت په موخه به دغه بهیر لا هم دوام ولري.ځايي مسوولینو زیاته کړې، چې د جهادي اثارو ثبت او راټولول د یاد ریاست د فعالیتونو یوه اړینه برخه ده، چې موخه یې راتلونکو نسلونو ته د دغو اثارو ساتنه او رسول دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
فراه کې د ۳۳۴ تنو نظامي شهیدانو ژوند ليکونه راټول کړل شول
Sources
Afghan sources
فراه کې د ۳۳۴ تنو نظامي شهیدانو ژوند ليکونه راټول کړل شول