افغانستانامنیتدری

فرشته عباسي: اروپايي ټولنه دې د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-12 22:10:23🎙 رادیو را بشنوید

د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له طالبانو سره د اروپايي ټولنې پر همکاریو نیوکه کړې او دا چاره یې د دغې ټولنې له بشري حقونو ملاتړ سره په ټکر کې بللې ده. د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازی اصف دراني له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید بندیزونه لرې شي او د خلکو تګ راتګ ته لاره هواره شي. د نوموړي په وینا، د ترهګرۍ موضوع د دواړو خواوو لپاره مهمه ده. هغه زیاته کړې، چې که طالبان له پاکستان سره اړیکې ترینګلې کړي یا ورسره دښمني وکړي، نو «خپله پښه به په تبر ووهي» او په دې کار سره به ګټه ونه کړي او په افغانستان کې روانه ناامني ښايي نوره هم زیاته شي. د نوموړي په وینا، پاکستان نه یوازې له طالبانو سره بلکې دده په وینا، په تاریخي توګه د افغانستان له خلکو سره مرستې کړې، خو که طالبان د پاکستان پر وړاندې دا ډول ګامونو [ د ټي ټي پي ملاتړ] ته دوام ورکړي، زیان به یې خپله طالبانو او په ځانګړي ډول عامو افغانانو ته ورسېږي. هغه ویلي، چې پاکستان «د افغانانو لپاره د روزګار یو مهم ځای» دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابوالی به…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-12 22:10:23

خط زمانی

  1. AF International

    فرشته عباسي: اروپايي ټولنه دې د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره همکاري نه کوي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-12 18:13:44

فرشته عباسي: اروپايي ټولنه دې د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره همکاري نه کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button