افغانستانامنیتپښتو

فطرت: یوناما دې خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ… — Bakhtar

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-15 18:47:08🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د يوناما د وروستي راپور په غبرګون کې ويلي چې ياد بنسټ بايد خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي. ښاغلي فطرت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي:«د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د وروستي راپور په تړاو، له یاد دفتر څخه غوښتنه کوو، چې د یوه بې‌طرفه نړۍوال بنسټ په توګه خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي.» هغه زياته کړې، چې په ياد راپور کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت او نورو رسمي ادارو له لوري دځینو سرغړونکو اشخاصو نیونې «خپل‌سرې» بلل شوې دي، په داسې حال کې، چې یادې نیونې د اړوندو ادارو دنافذه قوانینو او مقرراتو له مخې، دغیرشرعي کړنو د مخنیوي او داشخاصو د اصلاح په موخه ترسره شوې دي، نه په خپل سري ډول. د فطرت په وينا د متخلفینو داسې قانوني نیونې په ټوله نړۍ کې د حکومتونو لخوا ترسره کېږي. مرستيال وياند زياته کړې:«له یوناما څخه دا پوښتنه لرو چې ولې یې په خپلو راپور کې د افغانستان اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو له لوري د ولسي مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د مېشتولو، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي، سیاسي پرمختګونو او د لویو اقتصادي برنامو د پلي کولو لپاره ترسره شوو هڅو او پرمختګونو ته چې بشري کارونه دي، انعکاس نه دی ورکړی؟ ». ښاغلي فطرت همدارنګه ويلي؛ ددې پرځای چې یوناما د یو بې پرې بنسټ په توګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نیږدې والي او ورسره د سوء تفاهمونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، برعکس د یوې مغرضې ادارې په توګه د افغانستان په دننه کې د نظام پرخلاف په پروپاګند مصروفه ده او هڅه کوي له افغانستان څخه نړۍ ته ناوړه تصویر وړاندې کړي، چې دا کار د دوی په بې پرې توب دلالت نه کوي.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-15 18:47:08

مهالوېش

  1. Bakhtar

    فطرت: یوناما دې خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-15 16:40:05

فطرت: یوناما دې خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button