د قزاقستان د غلو او اوړو د پروسس کوونکو اتحادیې چارواکي وايي، په ازبکستان او افغانستان کې د قزاقستاني شرکتونو د برانډونو په نوم بې کیفیته اوړه پلورل کېږي. جومارت موتیشیف د ازبکستان او افغانستان په پولو کې د کنټرول د پیاوړتیا او د اوړو د صادارتو بهیر د څارلو غوښتنه کړې ده. محمود سیادت له ایراني رسنیو سره په خبرو کې د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ هغه وروستي توافق ته اشاره کړې چې په مشهد کې نهايي شو او ویلي یې دي چې اقبال لاهوري افغانستان د اسیا زړه بللی و او دغه هېواد کولای شي د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د ارتباطي پل په توګه عمل وکړي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت هم په دې وروستیو کې د سړکونو او رېل پټلیو د مواصلاتي شبکو د پراختیا لپاره مثبت ګامونه پورته کړي دي. د نوموړي په وینا، ګاونډیو هېوادونو هم په کراچۍ او بندرعباس بندرونو کې د وروستیو ستونزو له امله په دې برخه کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا او چمتووالی ښودلی دی. سیادت د ترکمنستان له لارې د ترانزیټ په مسیر کې ستونزو ته په اشاره ویلي، چې ایران له ترکمنستان سره د کلونو تعامل پر مهال د پالیسۍ له بدلونونو سره مخ و چې په عملي توګه یې ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان ته د ایراني مالونو د ترانزیټ بهیر له جدي…
Quick facts
Timeline
-
AF International
قزاقستاني سوداګر: په افغانستان کې د قزاقستاني برانډونو په نوم بې کیفیته اوړه پلورل کېږي
Sources
Afghan sources
قزاقستاني سوداګر: په افغانستان کې د قزاقستاني برانډونو په نوم بې کیفیته اوړه پلورل کېږي