کابل (پژواک) – د هوا د کیفیت د څارنې نړۍوال بنسټ د ژوندۍ درجهبندۍ له مخې، د پاکستان لاهور ښار د اکټوبر په ۲۳مه سهار د نړۍ د تر ټولو ککړو لویو ښارونو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی دی. د IQAir د معلوماتو له مخې، په دغه ښار کې د هوا د کیفیت شاخص (AQI) ۴۱۰ ته رسېدلی و، چې د هوا د ککړتیا د خطرناکې کچې ښکارندويي کوي. د یادې درجهبندۍ له مخې، د هند نوي ډیلي ښار د ۲۰۳ شاخص په لرلو دویم او د سینیګال ډاکار ښار د ۱۹۶ شاخص په لرلو درېیم ځای کې وو. يادې ادارې په خپل راپور کې ليکلي چې په لاهور کې د PM2.5 په نوم د کوچنیو مضره ذراتو غلظت د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا د کال لپاره له ټاکل شوي حد څخه ۴۵.۲ ځله لوړ و. دغه ذرات د سږو ژورو برخو ته ننوځي او د انسان روغتیا ته جدي زیان رسولی شي. د یادونې ده، د هوا د کیفیت نړۍواله درجهبندي د ښارونو د ژوندیو معلوماتو پر بنسټ جوړېږي او د ورځې په اوږدو کې بدلېدای شي. اندړ
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
لاهور د نړۍ د تر ټولو ککړو ښارونو درجهبندۍ کې لومړی ځای خپل کړی
Sources
Afghan sources
لاهور د نړۍ د تر ټولو ککړو ښارونو درجهبندۍ کې لومړی ځای خپل کړی