کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): د لبنان د روغتیا وزارت ويلي چې د دغه هېواد په سوېلي او ختیځو سیمو د اسرائیلو په بریدونو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. فرانس خبري اژانس تېره شپه (جمعه) د لبنان د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه بریدونه د لبنان په سوېلي سیمو صور او نبطیه او ختیځ ته د بقاع سیمه کې پر پنځو ځایونو شوي دي. د لبنان ملي خبري اژانس لیکلي چې دوه ځوانان هغه مهال په نښه شوي چې پر یوه موټرسایکل سپاره وو او د ژغورنې ځواکونو یې جسدونه روغتون ته لېږدولي دي. د راپور له مخې، په صور سیمه کې پر «رمادیه» کلي د اسرائیلو په یوه بل برید کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور چې دوه ماشومان، درې ښځې او شپږ ژغورونکي هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلي چې اته نور کسان هم د لبنان په نورو سیمو د اسرائیلو د بریدونو له امله ټپیان شوي دي. د ژغورنې خدمتونو یوې سرچینې فرانس خبري اژانس ته ویلي چې پر رمادیه کلي برید چې د سوېلي سیمو یو شمېر بېځایه شوو کسانو پکې پناه اخیستې، پر یوه کور شوی دی.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
لبنان کې د اسرائیل تازه بریدونه؛ درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپیان دي
Sources
Afghan sources
لبنان کې د اسرائیل تازه بریدونه؛ درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپیان دي