HealthKabulافغانستانپښتو

لبنان کې د اسرائیل تازه بریدونه؛ درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-05 05:52:07🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): د لبنان د روغتیا وزارت ويلي چې د دغه هېواد په سوېلي او ختیځو سیمو د اسرائیلو په بریدونو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. فرانس خبري اژانس تېره شپه (جمعه) د لبنان د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه بریدونه د لبنان په سوېلي سیمو صور او نبطیه او ختیځ ته د بقاع سیمه کې پر پنځو ځایونو شوي دي. د لبنان ملي خبري اژانس لیکلي چې دوه ځوانان هغه مهال په نښه شوي چې پر یوه موټرسایکل سپاره وو او د ژغورنې ځواکونو یې جسدونه روغتون ته لېږدولي دي. د راپور له مخې، په صور سیمه کې پر «رمادیه» کلي د اسرائیلو په یوه بل برید کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور چې دوه ماشومان، درې ښځې او شپږ ژغورونکي هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلي چې اته نور کسان هم د لبنان په نورو سیمو د اسرائیلو د بریدونو له امله ټپیان شوي دي. د ژغورنې خدمتونو یوې سرچینې فرانس خبري اژانس ته ویلي چې پر رمادیه کلي برید چې د سوېلي سیمو یو شمېر بې‌ځایه شوو کسانو پکې پناه اخیستې، پر یوه کور شوی دی.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-05 05:52:07

مهالوېش

  1. Pajhwok

    لبنان کې د اسرائیل تازه بریدونه؛ درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپیان دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-05 10:19:12

لبنان کې د اسرائیل تازه بریدونه؛ درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپیان دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button