Kabulافغانستانامنیتپښتو

د افغانستان او روسيې د بهرنيو چارو وزارتونو د استازو ترمنځ د سیاسي… — Bakhtar

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-03 14:31:39🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۳۰۴): د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د رئیسانو په کچه د سیاسي مشاورت دویمه دوره په کابل کې ترسره شوه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ا.ا.اد پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس، ډکتور عبدالحي قانت، او د روسیې فدراسیون د پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دویمې ادارې رئیس، الکسي پاولوفسکي، پر غاړه درلوده. خبرپاڼې له مخې، په دې مشاورت کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو، د سیمې او نړۍ پر وروستیو سیاسي تحولاتو، د سیمه‌ییز ثبات او امنیت، او نورو ګډو ګټو پورې اړوندو موضوعاتو د نظرونو تبادله وکړه. سرچینه زیاتوي، دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو او د ترانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو د فعالولو په برخه کې د عملي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ. بهرنیو چارو وزارت لیکلی، همدارنګه، دواړو پلاویو د سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د همکاریو، سیمه‌ییز اتصال، د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو اړوند موضوعاتو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه د نظرونو تبادله وکړه او د دغو برخو د همغږۍ او منظم سیاسي…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-03 14:31:39

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د افغانستان او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو د سیاسي مشاورت دویمه غونډه په کابل کې ترسره شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-03 11:00:14

د افغانستان او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو د سیاسي مشاورت دویمه غونډه په کابل کې ترسره شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button