Summary: د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د کاکڅ په سیمه کې، د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار د یوه پانګوال له لوري د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د «مموزي ۲۴ ساعته» په نوم یو مجهز سراپا کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد روغتیايي مسوول جسیم مموزي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې د دغه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د اتو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.د نوموړي په وینا، په دغه روغتیايي مرکز کې د بېړنیو ناروغانو د درملنې ترڅنګ د داخله، جراحي، غاښونو، نسایي او ولادي څانګو، مجهز درملتون او نورو اړینو روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې برابرې شوې دي.هغه زیاته کړه، چې دغه روغتیايي مرکز به د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار د ترافیکي پېښو ټپیانو او نورو بېړنیو ناروغانو ته پر وخت لومړنۍ طبي مرستې او عاجله درملنه وړاندې کړي.بلخوا، د سیمې اوسېدونکو د یاد روغتیايي مرکز د جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې له دې وروسته به د درملنې لپاره لرې سیمو ته د تګ اړتیا کمه شي او ناروغان به په خپل نږدې چاپېریال کې پر وخت روغتیايي خدمات ترلاسه کړي.په همدې حال کې د لغمان والي قاري بختیار معاذ د روغتیايي مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د خصوصي سکټور پانګونه وستایله او ویې ویل، د دغه روغتیايي مرکز په فعالېدو سره به د کابل ـ جلالاباد د لویې لارې او شاوخوا سیمو د اوسېدونکو مهمې روغتیايي ستونزې حل شي.نوموړي له نورو پانګوالو هم وغوښتل، چې په لغمان ولایت کې د روغتیا، ښوونې او روزنې او نورو عامه خدمتونو په برخو کې پانګونه وکړي، څو خلکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
لغمان کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ شو
سرچینې
Afghan sources
لغمان کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ شو