افغانستانامنیتپښتو

له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه | آمو… — Amu TV

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-31 12:52:16🎙 راډیو واورئ

له نن څخه پينځه کاله وړاندې، په همداسې یوه ورځ جنرال کریس دوناهو، وروستی امریکايي سرتېری له افغانستان څخه ووت. د سنبلې د نهمې نېټې په نیمه شپه د وروستي امریکايي پوځي په وتلو سره، په هېواد کې د متحده ایالاتو شل کلن حضور پای ته ورسېد. که څه هم دې پېښې د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښود؛ خو دا خروج له نیوکو او اندېښنو سره هم مل و، چې په هغو کې د ترهګرۍ بېرته وده او پیاوړتیا شامله ده. له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل وروسته له هغه وشول چې متحده ایالاتو او طالبانو د قطر په دوحه کې یو تړون لاسلیک کړ؛ هغه سند چې د افغانستان د یو شمېر سیاسیونو او کارپوهانو له خوا پرې نیوکې شوې او ځینو طالبانو ته د پخواني حکومت د «تسلیمۍ سند» بللی دی. رسمي احصایې چې د سپینې ماڼۍ له خوا خپرې شوې دي ښيي چې امریکا په افغانستان کې په خپله شل کلنه جګړه کې دوه زره او دوه سوه او اته دېرش سرتېري له لاسه ورکړي او لږ تر لږه یوویشت زره نور امریکایي سرتېري په دې جګړه کې ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او ملکیانو د تلفاتو کچه له سل زرو تنو څخه اوښتله….

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-31 12:52:16

مهالوېش

  1. Amu TV

    له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-31 09:29:00

له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button