Summary: له سعودي عربستان څخه هېواد ته د افغان حاجیانو د وروستي کاروان په را رسېدو سره د حاجيانو د را لېږدولو لړۍ بشپړه شوه. د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په هغه غونډه کې چې نن په همدې مناسبت جوړه شوې وه، حاجیانو ته د ښه راغلاست او مبارکي ترڅنګ دعا وکړه، چې د ټولو حجونه دې خدای تعالی قبول او منظور کړي. نوموړي زیاته کړه، د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې سږکال هم د تېرو کلونو په څېر دېرش زره افغان حاجیان د حج فریضې د مناسکو له بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شول. محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ښه توګه سږکال د حج پروسې د پای ته رسېدو له امله د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ټولو د مسوولینو، مجاهدینو، امنیتي مسوولینو، د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسوولینو، د هوایي ډګرونو مسوولینو او د سعودي عربستان دولت څخه حاجیانو ته د خدماتو او اسانتیاوو برابرولو له امله قدرداني وکړه. د يادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزير شيخ نورمحمد ثاقب هم په يادو مراسمو کې ډاډ څرګند کړی، چې افغان حاجیانو ته د لا ډیرو اسانتياو د برابرولو او د حج په مراسمو کې د افغانستان د سهميې د ډېرولو په موخه به هڅو ته دوام ورکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
له سعودي عربستان څخه هېواد ته د افغان حاجیانو د را لېږدولو لړۍ بشپړه شوه
سرچینې
Afghan sources
له سعودي عربستان څخه هېواد ته د افغان حاجیانو د را لېږدولو لړۍ بشپړه شوه