Economyافغانستاندریهرات

له هرات څخه جرمني ته څه باندې ۱۰ زره متره مربع غالۍ لېږدول… — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-22 08:12:08🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې له دغه ولایت څخه جرمني ته د ۱۰۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت څه باندې ۱۰ زره متره مربع لاسي اوبدل شوې غالۍ لېږدول شوې دي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه امر محمد یوسف امین باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې د افغانستان، په ځانګړي ډول د هرات غالۍ، د لوړ کیفیت، اصیلو نقشو او دودیزې اوبدنې له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.د نوموړي په وینا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي، چې له نړیوالو بازارونو سره د اړیکو په پراخولو او د صادراتو د بهیر په اسانه کولو سره د افغاني غالیو د پلور کچه نوره هم لوړه کړي.بلخوا، د هرات د غالۍ اوبدونکو له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د نړۍ په معتبرو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون او نویو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.په همدې حال کې، د هرات ولایت د مقام ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي وویل، چې سیمه ‌ییزه اداره د اقتصادي بنسټونو په همغږۍ هڅه کوي، د کورنیو تولیداتو، په ځانګړي ډول د غالیو لپاره مناسب کورني او بهرني بازارونه رامنځته کړي او له صنعتکارانو او صادرونکو هر اړخیز ملاتړ وکړي.د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال هم له هرات څخه لس محمولې غالۍ بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوې وې، چې دا د افغاني د غالیو لپاره په نړیوالو بازارونو کې د تقاضا د زیاتوالي او د صادراتو د دوامداره ودې څرګندونه کوي.د یادونې وړ ده، چې غالۍ اوبدنه د افغانستان له مهمو لاسي صنایعو څخه ده او د هېواد د صادراتي عوایدو او د خلکو د کارموندنې له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-22 08:12:08

خط زمانی

  1. Bakhtar

    له هرات څخه جرمني ته څه باندې ۱۰ زره متره مربع غالۍ لېږدول شوې دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-22 07:23:00

له هرات څخه جرمني ته څه باندې ۱۰ زره متره مربع غالۍ لېږدول شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button