Summary: د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې له دغه ولایت څخه جرمني ته د ۱۰۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت څه باندې ۱۰ زره متره مربع لاسي اوبدل شوې غالۍ لېږدول شوې دي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه امر محمد یوسف امین باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې د افغانستان، په ځانګړي ډول د هرات غالۍ، د لوړ کیفیت، اصیلو نقشو او دودیزې اوبدنې له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.د نوموړي په وینا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي، چې له نړیوالو بازارونو سره د اړیکو په پراخولو او د صادراتو د بهیر په اسانه کولو سره د افغاني غالیو د پلور کچه نوره هم لوړه کړي.بلخوا، د هرات د غالۍ اوبدونکو له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د نړۍ په معتبرو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون او نویو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.په همدې حال کې، د هرات ولایت د مقام ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي وویل، چې سیمه ییزه اداره د اقتصادي بنسټونو په همغږۍ هڅه کوي، د کورنیو تولیداتو، په ځانګړي ډول د غالیو لپاره مناسب کورني او بهرني بازارونه رامنځته کړي او له صنعتکارانو او صادرونکو هر اړخیز ملاتړ وکړي.د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال هم له هرات څخه لس محمولې غالۍ بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوې وې، چې دا د افغاني د غالیو لپاره په نړیوالو بازارونو کې د تقاضا د زیاتوالي او د صادراتو د دوامداره ودې څرګندونه کوي.د یادونې وړ ده، چې غالۍ اوبدنه د افغانستان له مهمو لاسي صنایعو څخه ده او د هېواد د صادراتي عوایدو او د خلکو د کارموندنې له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
له هرات څخه جرمني ته څه باندې ۱۰ زره متره مربع غالۍ لېږدول شوې دي
Sources
Afghan sources
له هرات څخه جرمني ته څه باندې ۱۰ زره متره مربع غالۍ لېږدول شوې دي