EnglishKabulافغانستانامنیت

له کابل وروسته د ایران سوداګریز پلاوی هرات ته سفر وکړ

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-10 01:47:16🎙 Listen to radio

زمونږ خبریال راپور راکړي د افغانستان د طالبانو ځایي چارواکي وایي، د ایران دغه پلاوی به د خصوصي سکټور له بېلابېلو صنفونو سره تر لیدنو سربېره، د دغه ولایت له صنعتي ښارګوټو هم لیدنه وکړي. څو ورځې وړاندې، د امام ابوحنیفه په نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه، د ایران اسلامي جمهوریت څخه د سوداګرو، پانګه‌والو او صنعتکارانو ۱۸۰ کسیز پلاوی پلازمېنې کابل ته راغلی و. پلاوي په نندارتون کې تر ګډون او د خصوصي سکتور او اړوندو حکومتي ادارو له مشرانو سره تر لیدنو وروسته، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې په بلنه دغه ولایت ته سفر وکړ. د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر، محمد یونس قاضي‌زاده، وایي، په دې پلاوي کې د ایران د اسلامي شورا د اقتصاد، صنایعو او ټرانزیټ د مهمو کمېسیونونو مشران او غړي شامل دي. هغه وایي، د دغو استازو لیدلوري او نظرونه کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې اقتصادي همکارۍ پر روان بهیر مثبت اغېز وکړي. د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس وایي، دوی به له دې پلاوي سره په دواړو هېوادونو کې د خصوصي سکټور پر وړاندې پرتې ستونزې په مخامخ ډول مطرح کړي او د حل لارې به ورته ولټوي. قاضي‌زاده وایي، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور او حکومتي ادارو په کچه موجودو ظرفیتونو ته په پام سره، شونې ده…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-10 01:47:16

Timeline

  1. Parstoday

    له کابل وروسته د ایران سوداګریز پلاوی هرات ته سفر وکړ

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-10 01:38:03

له کابل وروسته د ایران سوداګریز پلاوی هرات ته سفر وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button