HealthKabulافغانستانپښتو

لوګر کې ترافیکي پېښه؛ اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-30 07:15:03🎙 راډیو واورئ

پل‌علم (پژواک، ۸ زمري ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل–لوګر پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي. د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند، مولوي سلطان محمد سنګین پژواک ته وویل چې یاده پېښه پرون ناوخته د کابل – لوګر پر لویه لار د سید حبیب الله کلا په سیمه کې د کرولا ډوله موټر او ریکشې د ټکر له امله شوې ده. هغه وویل چې په دغه پېښه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه کسان ټپيان شوي دي. دی وایي چې د لوګر د ټرافیکو مدیریت کارکوونکو ټپیانو ته لومړنۍ روغتیايي مرستې برابرې کړي او د درملنې لپاره یې کنجک روغتون ته لېږدولي دي. چارواکي د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعات کول بولي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-30 07:15:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    لوګر کې ترافیکي پېښه؛ اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-30 11:43:07

لوګر کې ترافیکي پېښه؛ اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button