د مالدووا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د طالبانو یوه پلاوی دغه هېواد ته سفر کړی، خو ویلي یې دي چې له طالبانو سره رسمي اړیکې او دوه اړخیزې غونډې نه کیږي. دغه پلاوی د افغانستان د خوړو خوندیتوب او احتمالي بشري مرستو په اړه د بحثونو لپاره بلل شوی دی. د کندهار د ځایي اوسېدونکو په وینا؛ دغه غوښتنې له هغه وروسته زیاتې شوې، چې په کندهار کې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د ثبت او راجستر بهیر یو ځل بیا پیل شو او ورسره د طالبانو د مخالفو جبهو له لوري د بریدونو خبرداری ورکړل شو. ځینې سرچینې وایي، طالبانو په بېلابېلو غونډو کې خلکو ته ویلي که د پخوانیو نظامیانو یا هغه کسانو چې د دغه ډلې پرضد په وسلهوالو یا نورو فعالیتونو کې ښکېل دي معلومات ترلاسه کړي؛ نو باید ژر تر ژره دغه معلومات له امنیتي ادارو سره شریک کړي. یوشمېر اوسېدونکي چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نومونه یې خپاره شي وایي، په دغه غونډو کې خلکو ته دا هم ویل شوي چې د شپې او ورځې په ګډو پیرو او ګزمو کې له طالبانو سره همکاري وکړي. د کندهار یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «په غونډه کې موږ ته وویل شول، چې پخواني نظامیان د پاکستان په همکارۍ غواړي یو ځل بیا جګړه پیل کړي، له خلکو غوښتل…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
مالدووا وايي د طالبانو له پلاوي سره رسمي دوه اړخیزې دولتي ناستې نه کیږي
سرچینې
Afghan sources
مالدووا وايي د طالبانو له پلاوي سره رسمي دوه اړخیزې دولتي ناستې نه کیږي