EconomyEnglishKabulافغانستان

مالیې وزارت: په هېواد کې د پانګې بازار د جوړېدو په اړه لومړۍ… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-22 10:04:19🎙 Listen to radio

کابل (پژواک)- د مالیې وزارت په هېواد کې د پانګې بازار د جوړېدو په اړه د لومړۍ غونډې له ترسره کېدو خبر ورکړی او وايي چې د دغې طرحې په عملي کېدو سره به مالي سرچینې په تولیدي، صنعتي، سوداګریزو او بنسټیزو پروژو کې ولګول شي او د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه به برابره شي. د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د هېواد د اقتصادي ودې په موخه د پانګې بازار د جوړېدو په اړه لومړۍ غونډه د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ، د مالیې وزیر ملا محمدناصر اخوند په مشرۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د افغانستان بانک د لوی رئیس حاجي نوراحمد اغا، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د استازي او د مالیې وزارت د یو شمېر مسلکي کارکوونکو په ګډون ترسره شوې ده. د مالیې وزیر په دې غونډه کې ویلي چې هڅه کوي دولتي سرچینې د خلکو له مالي سرچینو سره ونښلوي او غیر فعالې پانګې په فعالو او تولیدي پانګو بدلې کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې په پیل کې د مالیې وزارت د خزاینو لوی رئیس خازن نصرت‌الله محمود د پانګې بازار د جوړېدو او د هېواد د اقتصادي فعالیتونو په غوړېدو کې د هغه د رول په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، د…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-22 10:04:19

Timeline

  1. Pajhwok

    مالیې وزارت: په هېواد کې د پانګې بازار د جوړېدو په اړه لومړۍ غونډه وشوه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 14:33:31

مالیې وزارت: په هېواد کې د پانګې بازار د جوړېدو په اړه لومړۍ غونډه وشوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button