د افغانستان متحدې جبهې په یوه خبر پاڼه کې ادعا کړې چې د یادې جبهې جنګیالیو پرون د کندهار ښار شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یو لړ هدفمند عملیاتوو په ترڅ کې دوه طالبان وژلي. راپور وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نړیوالې ټولنې د رسمیت پېژندنې لپاره شرطونه ټاکلي وو، چې پکې د ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو ګډون او د نجونو د زده کړو حق تضمین شامل و، خو د راپور له مخې ، دغه شرطونه تر اوسه نه دي پوره شوي. د راپور له مخې، سره له دې چې طالبان له رسمي نړیوال مشروعیت څخه برخمن نه دي، خو د وخت په تېرېدو د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو لوبغاړو تعامل ورسره زیات شوی دی. راپور کې یاده شوې چې روسیې له طالبانو سره رسمي اړیکې پراخې کړې دي، او چین، هند او اروپايي ټولنه هم د سوداګرۍ، امنیت او کډوالو په برخو کې له طالبانو سره تعامل لري. راپور وايي، امریکا لا هم له طالبانو سره د مستقیمو رسمي اړیکو له پراخولو ډډه کوي، خو د طالبانو د نړیوال مشروعیت مسله تر اوسه نه ده حل شوې. د نېشن د راپور له مخې، د مالي بندیزونو او د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو سربېره، طالبانو د عوایدو د راټولولو، مالیاتو او کانونو له لارې خپلې چارې پر مخ بیولې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
متحدې جبهې په کندهار کې د دوو طالب غړو د وژل کېدو خبر ورکړی
سرچینې
Afghan sources
متحدې جبهې په کندهار کې د دوو طالب غړو د وژل کېدو خبر ورکړی