EnglishHealthKabulافغانستان

مجاهد د یوه وزارت او درېیو ادارو د تېر کال د فعالیتونو راپور… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-09 09:52:14🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند وایي، تېر کال د عامې روغتیا وزارت له ۹۴.۸ میلیونو ډېر سرپا او داخل‌بستر روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي؛ د چاپېریال ساتنې ادارې شاوخوا ۱۶ میلیونه نیالګي کېنولي، کابل ښاروالۍ څه باندې ۱۸۵ زره کیلوګرامه تاریخ‌تېر خوراکي توکي له منځه وړي او افغان ورزشکارانو په نړیوالو سیالیو کې ۶۲ مډالونه ګټلي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامې له لارې د عامې روغتیا وزارت، د چاپېریال ساتنې ادارې، کابل ښاروالۍ او د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل. مجاهد وویل، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د روغتیا ستراتیژي، پنځه کلن ستراتیژیک پلان او د روغتیايي خدمتونو نوې ټولګه جوړه شوې او د بېلابېلو روغتیايي برخو لپاره ۳۳۲ لارښودونه، کلینیکي پروتوکولونه، تقنیني او تنظیماتي اسناد او معیاري عملیاتي کړنلارې ترتیب شوې دي. د هغه په وینا، په همدې موده کې د روغتیايي نظام د معیاري کولو په موخه د درملو او خوړو، طبي سرغړونو، طبي چلند او اخلاقي اصولو اړوند قوانین او د بېلابېلو روغتیايي برخو لایحې هم جوړې شوې دي. ده زیاته کړه، د روغتیايي خدمتونو د تمویل، کیفیت او څارنې، د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو معیارونه او د معیارونو نړیوال سازمان (ISO) د نړیوال تصدیق‌لیک د ترلاسه…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-09 09:52:14

Timeline

  1. Pajhwok

    مجاهد د یوه وزارت او درېیو ادارو د تېر کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-09 14:19:11

مجاهد د یوه وزارت او درېیو ادارو د تېر کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button