د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي چې د مستبدو حکومتونو عمر تل لنډ وي او افغانستان باید په راتلونکي کې له استبداد او افراطیت څخه لرې شي. محقق دا څرګندونې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا په انلاین ناسته کې وکړې. د رسنیزو بنسټونو د رپوټونو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې رسنیو ته تر ۸۰ ډېر رسمي او نارسمي مکتوبونه او شفاهي لارښوونې شوې چې په بېلابېلو موضوعاتو کې یې د خپرونو د څرنګوالي، د مرکو د منځپانګې، د مېلمنو د انتخاب، د ښځو د حضور، د موسیقۍ، د تصویر او د ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو د خپرولو حدود مشخصول. له همدې امله د هغه تر مدیریت لاندې اداره له مسایلو سره محتاطانه چلند کوي. د ۲۰۲۱کال له اګسټ وروسته د بیان ازادۍ وضعیت په چټکۍ سره بدل شوی او هغه رسنیز چاپېریال چې د دوو لسیزو په اوږدو کې رامنځته شوی و، په تدریجي ډول د سختو محدودیتونو، امنیتي فشارونو او پراخ سانسور تر اغېز لاندې راغلی دی. د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان وایي، په لومړیو میاشتو کې ګڼې رسنۍ د احتیاط په پړاو کې پاتې شوې او تمه یې لرله چې نوي محدودیتونه به لنډمهاله وي، خو د وخت په تېرېدو دغه محدودیتونه نه یوازې کم نه شول، بلکې هره ورځ نوي مکتوبونه، شفاهي لارښوونې او مقررات صادریږي، چې د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
محقق: استبدادي حکومتونو تل لنډ عمر کړی